د تېر یو کال په ترڅ کې څه باندې ۴۳ زره جریبه ځمکه او سلګونه میلیونه افغانۍ په محکمو کې د اسلامي امارت په ګټه فیصله شوې دي

barekzai_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۱:۲
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په ترڅ کې د اسلامي امارت په استازيتوب په محکمو کې د عامه او امارتي شتمنیو (بيت‌المال) پورې اړوند قضيې پرمخ وړلي دي چې په ترڅ کې یې لسګونه زره جريبه ځمکه، سلګونه ميليونه افغانۍ او ميليونونه ډالر د اسلامي امارت په ګټه فيصله شوې ده.

دا قضیې د عدلیې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي ریاست لخوا پرمخ وړل شوي او په محکمو کې د اسلامي امارت له ګټو څخه دیادې ادارې په دفاع کولو سره کابو ۴۳ زره او ۳۳۰ جريبه ځمکه، څه باندې يو ميليارده او ۳۳۵ ميليونه افغانۍ او شاوخوا ۱۳ ميليونه ډالر د اسلامي امارت په ګټه د محکمو لخوا فيصله شوي دي.

د دغو قضيو پر يوې برخې د محکمو پرېکړې تطبیق شوي او ترلاسه شوې شمتنۍ د یادو پرېکړو له مخې د اسلامي امارت خزانې ته سپارل شوي دي.

همداراز د ۱۴۴۶ هجري قمري کال په اوږدو کې د ۸۷ دوکانونو، ۲ اپارتمانونو، ۳۳ حویلیو او د ۱ سوداګریز مارکېټ په اړه د محکمو قطعي او وروستۍ پرېکړې تطبیق شوي او له دغو امارتي ملکيتونو څخه ګټه پورته شوې ده.

همدارنګه د عدليې وزارت د امارت د قضایاوو عمومي ریاست د یادې مودې په ترڅ کې د امارتي ادارو تر منځ تر منازعې لاندې ملکیتونه هم بررسي کړي چې په پایله کې یې د قرارونو پر اساس نږدې ۶۳۰ جريبه ځمکه او ۱۵۲ دوکانونه اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.

د عدلیې وزارت ژمن دی چې د بیت المال د دفاع په برخه کې لا ډېر کار وکړي او له دې لارې د یادو شتمنیو ساتنه وشي.