د تېرې یوې میاشتـې په ترڅ کې د کورونو د کرايې د څرنګوالي په تړاو په ۱۱ ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ۳۷۹ دفترونه او استوګنیز بلاکونه بررسي شوي دي

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۱۳
.

د کورونو د کرايې د کنټرول ګډې کمېټې توظیف شويو ټیمونو د روان کال د عقرب (لړم) میاشتـې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۸۰ دفترونه او ۶۴ استوګنیز بلاکونه څارلي او بررسي کړي دي. په همدې موده کې د یادې کمېټې ولایتي ټیمونو هم په ۱۰ ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۳۵ دفترونه او استوګنیز بلاکونه بررسي کړي دي.

د یادې کمېټې پنځه‌ګونو ټیمونو په مرکز کې چې د عدلیې وزارت، د کور او ښار جوړولو وزارت، امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، د کابل ښاروالۍ او نورو ادارو استازي پکې شامل دي، په دې موده کې د کابل ښار په لومړۍ او اوولسمې ناحیو کې د معاملاتو لارښوونې دفترونه او استوګنیز بلاکونه د کرايې د زیاتوالي له اړخه بررسي کړي دي چې په پایله کې یې د معاملاتو لارښوونې څلور دفترونه او څلور بلاکونه د معاملاتو د سندونو د نه‌موجودیت، د غیرقانوني معاملاتو د ترسره کولو او نورو سرغړونو له امله تړل شوي دي.

دکورونو د کرایه د کنټرول ګډې کمېټې ولایتي ټیمونو هم په یاده موده کې په هرات، فاریاب، پروان، تخار، کندز، بلخ، ننګرهار، لوګر، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د معاملاتو لارښوونې ۱۲۲ دفترونه او ۱۳ استوګنیز بلاکونه څارلې او بررسي کړي دي.

د یادې کمېټې مرکزي او ولایتي ټیمونو د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصدیانو ته توصیه کړې چې د هغو کورونو او اپارتمانونو له ثبت کولو څخه ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه، له لس سلنې څخه زیاته شوې اوسي. همدارنګه مؤظفو ټیمونو د استوګنیزو بلاکونو او کورونو مالکانو ته هم توصیه وکړه چې له ټاکل شوي حد څخه د کرايې له لوړولو ډډه وکړي او معاملې هم د معاملاتو لارښوونې په رسمي سټو کې ترسره کړي.

همداراز نظارتي ټیمونو په یادو ولایتونو کې د کورونو له ګڼ شمېر کرایه‌نیونکو سره په حضوري او تلفوني ډول خبرې کړي د کورونو دکرایې د بې‌رویې زیاتوالي په اړه یې د هغوی شکایتونه اورېدلي او د رسیدګي په موخه یې لازم اقدامات ترسره کړي دي. دغو ټیمونو د کرایه‌نیونکو لخوا ۴۴ رسمي شکایت‌لیکونه هم ترلاسه کړي او رسیدګي يې ورته کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۳:۲۸
Background image

عدلیې وزارت ته له مراجعې او لیدنې وروسته، د دغه وزارت په اړه په کابل کې مېشت د سعودي عربستان د اوسیدونکي، عبدالله محمد ابراهیم الصنات نظر

هنا صُدمت في كابل.!!

وزارة العدل الأفغانية.!!

في زيارة مميزة جمعتني بأحد الأصدقاء إلى وزارة العدل الأفغانية؛ كنت أعتقد أننا سنقوم بجولة اعتيادية داخل إحدى الجهات الحكومية، لكن الواقع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې له ۱۰ دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي، د ذوالقعدې د مياشتې په ۲۵مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د مرکز، جلال آباد ښار اړوند په څلورمه ناحیه کې له ۱۰ دا. . .

BACK TO NEWS