د تېرو کلونو په پرتله د کورونو د کرایې د زیاتولو د ممنوعیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت له دې وړاندې د هېواد په کچه د کورونو ټولو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته خبر ورکړی و، چې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه د هېوادوالو د راستنېدو له امله د تېرو کلونو په پرتله د کورونو د کرایې د زیاتولو حق نه‌لري او د دغه کار د ترسره کولو په صورت کې به له قانوني تعقیب سره مخ شي.

خو له دې سره، د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه د جایدادونو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې جواز لرونکو لخوا د کورونو د کرایو په بې‌سارې ډول زیاتولو په اړه، دې وزارت ته ګڼ شمېر شکایتونه رسېدلي دي او په ډاګه کوي چې د کرایې دغه ډول زیات اخیستلو، خلک او راستنېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

له همدې امله، د عدليې وزارت یو ځل بیا د جایدادونو ټولو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جواز لرونکو ته خبر ورکوي چې د کورونو د کرایې له ‌زیاتولو څخه ډډه وکړي، له تېرو کلونو سره سم کرایه واخلي او د هېوادوالو پر وړاندې خپل ایماني او وجداني مسئولیت ادا کړي، له دې پرته به له سرغړوونکو سره جدي قانوني او شرعي چلند وشي او د شکایت حق به ونه‌لري.

د کور د کرایې له زیاتوالي سره د مخامخ‌ کېدو په صورت کې هېوادوال کولای شي خپل لیکل شوی شکایت په مرکز کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته وړاندې کړي ترڅو دغه وزارت، سرغړونکي د قانوني تعقیب په موخه اړوندو ارګانونو ته معرفي کړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د افغانستان د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 په دې وروستیو کې د اعصابو یو شمېر ډاکټرانو د عدلیې وزارت د مقام ترسرلیک لاندې د یو رسمي غوښتنلیک په ترڅ کې د اعصابو ډاکټرانو د اتحادیې د جوړېدو غوښتنه کړې ده چې د دغه وزارت اړوندې برخې . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۲:۲
Background image

د افغانستان د اورتوپيدي او تراماتولوژي د ډاکټرانو اتحادیې د ریاست پُست لپاره د نوملیکنې په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت په هېواد کې د اورتوپیدي او تراماتولوژي ټولو ډاکټرانو ته خبر ورکوي؛ ټاکل شوې ده چې د افغانستان د اورتوپیدي او تراماتولوژي ډاکټرانو د اتحادیې د فعالیت جوازلی . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

  د دفاع وکالت د جوازلیک ټولو غوښتونکو ته خبر  ورکول کېږي، چې د دفاع وکالت د اوومې دورې د ورودي ازموینې د نوم لیکنې بهیر د ۱۴۰۵ هجري شمسي کال د میزان (تلې) د میاشتې په ۱۵مه نېټه د . . .

Back to announcements