د تقنینی چارو د عمومی ریاست د كاری فعالیتونو په اړه لنډ راپور

waheed
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۷ - ۱۴:۴۶

د تقنیني چارو د عمومي ریاست – ریس مولوي سعید الله حنفي تر څار لاندې یو کمېټه د اسلامي امارت د لومړۍ دورې په تقنیني اسنادو او یو لړ هغه قوانینو  چې په تېر نظام کې ځای پر ځای شوي ؤ، غور کوي او هغه قوانین چې د اسلامي شریعت او حنفي فقهې سره په ټکر کې نه وي،پر ځای پاتې کیږي،البته دغه چاره تر اوسه دوام لري،او لدې برخې هغه قوانین چې بررسي شوي دي،د اسلامي امارت په قضايی ارګانونو کې شامل شوي دي،چې د معاملاتو لارښوونې او د هغې امثال یې بېلګې دي.

نو په همدې اړه د تقنیني چارو عمومي ریس د قانون د حاکمیت او بشر حقوق یوناما دفتر له استازو سره خبرې اترې درلودې،په دې کتنه کې د تقنیني چارو عمومي ریس د اسلامي امارت پاليسي د نړیوالو قوانينو په برخه کې روښانه کړه، او په دې هکله یې کافي معلومات ورکړل، او زیاته یې کړه،چې په هغه صورت کې چې دغه قوانین د اسلامي شریعت او حنفي فقهې سره په ټکر کې نه وي؛نو اسلامي امارت په دې برخه کې کوم ملاحظات نه لري.

له همدې برسېره د تقنیني چارو عمومي ریس د مشر تابه( امیر المؤمنین شیخ هبت الله حفظه الله) لیکلی پېغام ترتیب کړی،چې د هغې پر اساس د مخکنۍ دورې قوانینو سر نوشت روښانه شوی دی،او د دې فرمان له مخې هغه قوانین چې د اسلامې شریعت او حنفي فقهې سره په ټکر کې نه وي، پلې کیږي.

او یو له مهمو فعالیتونو چې د تقنیني چارو عمومي ریس په خپل کاري لړ کې تر سره کړی، هغه بېلا بېلو ادارو او وزارتونو ته د متحد المال لېږدول دي، چې د افغانستان اسلامي امارت ریس الوزرا‌‌ء د مصوبې پر اساس ټولې دولتي ادارې مکلف دي،تر څو نافذه تقنیني اسناد په خپل ټاکلي موده کې بیا وڅېړي،او په هغه صورت کې چې کومه شرعي او یا اداري ستونزه ولري؛ نو د هغې ګزارش دې ریس الوزرا ته ولېږدوي، همدارنګه د متحدالمال د طرحو کومې برخې چې تر اوسه بشپړې شوې نه دي؛ نو هغه هم اړوند ادارو ته واپس شوي، تر څو د اسلامي شریعت او حنفي فقهې په رڼا کې پرې بیا کتنه وشي، او له طی مراحل او اجراأت نه  وروسته بیا عدلیې وزارت ته ولېږدول شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS