د تخار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته جوړه شوه

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۱/۷/۶ - ۱۰:۲۷
..

د تخار ولایت د عدليې ریاست اداري ناسته د ربیع الاول میاشتې په ۱ نېټه د سه شنبې په ورځ د دې ولایت د عدليې ریاست رییس مولوي حکمت الله حکمت په مشرۍ او د عدليې ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.

د عدليې رییس په یاده ناسته کې د دندو او سپارل شوو چارو د ښو اجراآتو په اړه خبرې وکړې او د دغه ریاست له کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې رسمي وخت ته پابنده اوسئ او خپلې حاضرۍ په ټاکل شوي وخت لاسلیک کړئ.

همدا راز نوموړي د دغه ریاست له کارکوونکو څخه وغوښتل چې خپلو دندو ته توجو وکړئ او ورسپارل شوې چارې په خپل ټاکل شوي ترسره کړئ.

د عدليې رییس په دغه ناسته کې د همکارانو ترمنځ د متقابل احترام په اړه ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د حقوقو او د امارت د قضایاو آمریتونو وړاندیزونو ته به رسیده ګي وکړي.

د یادې ناستې په پای کې د دغه ریاست د کارکوونکو د فعالیتونو او خدمتونو ستاینه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۵:۲۵
Background image

بلخ ولایت کې د ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د سیمینار جوړیدل

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د استرداد کمېسیون د جمادي الاول میاشت په ۶ نېټه د چهار شنبې په ورځ ددغه کمېسیون د مقررې او لایحې او د غصب د مخنیوي په اړه د امیرالمومنین حفظه الله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۹:۱۹
Background image

زر جریبه ځمکه په خوست ولایت کې امارتي تشخیص شوه

د ځمکي د غصب د مخنیوي د اقداماتو په لړۍ کې، د خوست ولایت د ځمکې د غصب د مخینویي تخنیکي هیئت په دغه ولایت کې د سیګۍ دښتې له سیمې څخه لیدنه وکړه او زر جریبه ځمکه یې امارتي تشخیص کړه.

یا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۴:۱۳
Background image

پکتیکا ولایت کې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه امارتي، تشخیص شوه

د پکتیکا ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ددغه ولایت په ښرنې ښار کې د تاروخیلو  قوم له ځمکو او د ډب غاړي ځمکو څخه لیدنه وکړه او د ډب غاړې ۵۲۵۰ جریبه ځمکه چې د ځیني اشخاصو له لوري. . .

BACK TO NEWS