د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته جوړېدل

hakeem_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۹:۵
.

د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ  د یاد هئيت رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ۱۶۰۰جریبه ځمکو د غصب اړوند يو شمېر دوسيې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.
د مرکز په اتمه ناحیه کې د امير علي شير نوايي د استوګنې پروژې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه او د ياد ولایت بلخ ولسوالۍ د بوکې په ساحه کې د دوو تنو تر دعوا لاندې پاتې ۴۰۰ جریبه نوره ځمکه په دغو دوسيو کې شامله وه.
د ياد هيئت د بررسي په پايله کې پرېکړه وشوه، چې د یادو ځمکو کروکي دې بیاځلې بشپړه شي او راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۷
Background image

په کابل ښار کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ۹ دارالوکالو فعالیتونه نظارت او بررسي کړل.

د دغه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۴۰
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د ذوالحجې د مياشتې په ۲۸مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۲۳
Background image

په نیمروز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې دوه دفترونه د سرغړونو له امله وتړل شول

 د نیمروز ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي د ذوالحجې د مياشتې په ۲۹مه نېټه د ‌دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، زرنج ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۱۲ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

مؤظف. . .

BACK TO NEWS