د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته جوړېدل
د بلخ ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي د تخنيکي هیئت ناسته د شوال د مياشتې په ۲۲ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد هئيت رئيس او غړو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ۱۶۰۰جریبه ځمکو د غصب اړوند يو شمېر دوسيې تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.
د مرکز په اتمه ناحیه کې د امير علي شير نوايي د استوګنې پروژې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه او د ياد ولایت بلخ ولسوالۍ د بوکې په ساحه کې د دوو تنو تر دعوا لاندې پاتې ۴۰۰ جریبه نوره ځمکه په دغو دوسيو کې شامله وه.
د ياد هيئت د بررسي په پايله کې پرېکړه وشوه، چې د یادو ځمکو کروکي دې بیاځلې بشپړه شي او راتلونکې ناسته کې دې وړاندې شي.