د بغلان ولایت د عدليې رییس ددغه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو د ښارګوټو د تخنیکي ارزونۍ د هغمږۍ په ناسته کې ګډون وکړ

hakeem_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۳ - ۹:۶
.

د بغلان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو د ښارګوټو د تخنیکي ارزونۍ د هغمږۍ ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د بغلان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو د چارو رییس الحاج محمد ابراهیم عمري په مشرۍ او د مهاجرینو وزارت د هیأت، د عدليې رییس او د نورو اړوندو ادارو د رییسانو په ګډون جوړه شوه.

دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د مهاجرینو او راستنېدونکو رییس د مهاجرینو په ښارګوټو کې د موجودو ستونزو په اړه خبرې وکړې.

.

د مهاجرینو د چارو د وزارت استول شوي هیئت هم  ددغه هیئت د موخو، د ښارګوټو د ارزونې د څرنګوالي اوپه دغه ولایت کې د راستنېدونکو د صلحې ښارګوټي او د اتحاد ښارګوټي د عمده تخنیکي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ښارګوټي د ځمکو غصب یې، یوه لویه ننګونه وبلله. او له ګډونوالو څخه یې د هر اړخیزې او قانوني همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دوام کې د بغلان د عدليې رییس، د مرکزي بغلان د ولسوالې ولسوال او ښاروال، د پلخمري ښارول او د ولایت د مقام استازې د دولت د پلانونو د عملي کولو او د ښارګوټي د ځمکو د غصب د مخینوي په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

.

ددغې ناستې په پای کې له بحث او د نظرونو له تبادلې څخه وروسته د موضوع په اړه پرېکړه وشوه چې د ځمکو له غصب او په ښارګوټو کې د خپلسرو د ودانیز کارونو څخه د مخنیوي په برخه کې هر اړخیزه او قانوني همکاري وشي او د ذیصلاح مقاماتو له لوري د راتلونکي لارښوونو صادرولو او د ښارګوټو تفصیلي نقشو ترتیبولو پورې په ښارګوټو کې له هرډول  ودانیز کار او د سرپناه له جوړولو څخه باید ډډه وشي.

دغه راز پرېکړه وشوه چې د مهاجرینو د چارو له وزرات څخه دې وغوښتل شي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په تفاهم او همکارۍ سره د بغلان ولایت د دوو ښارګوټو د ځمکو د لیږد سندونو د فورم نمبر د لېږد په برخه کې اقدام وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS