د بغلان ولایت د عدليې رییس ددغه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو د ښارګوټو د تخنیکي ارزونۍ د هغمږۍ په ناسته کې ګډون وکړ
د بغلان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو د ښارګوټو د تخنیکي ارزونۍ د هغمږۍ ناسته د ربیع الثاني میاشت په ۱۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د بغلان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو د چارو رییس الحاج محمد ابراهیم عمري په مشرۍ او د مهاجرینو وزارت د هیأت، د عدليې رییس او د نورو اړوندو ادارو د رییسانو په ګډون جوړه شوه.
دغه ناسته د کلام الله مجید د څو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او د مهاجرینو او راستنېدونکو رییس د مهاجرینو په ښارګوټو کې د موجودو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د مهاجرینو د چارو د وزارت استول شوي هیئت هم ددغه هیئت د موخو، د ښارګوټو د ارزونې د څرنګوالي اوپه دغه ولایت کې د راستنېدونکو د صلحې ښارګوټي او د اتحاد ښارګوټي د عمده تخنیکي ستونزو په اړه خبرې وکړې او د ښارګوټي د ځمکو غصب یې، یوه لویه ننګونه وبلله. او له ګډونوالو څخه یې د هر اړخیزې او قانوني همکارۍ غوښتنه وکړه.
په دوام کې د بغلان د عدليې رییس، د مرکزي بغلان د ولسوالې ولسوال او ښاروال، د پلخمري ښارول او د ولایت د مقام استازې د دولت د پلانونو د عملي کولو او د ښارګوټي د ځمکو د غصب د مخینوي په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
ددغې ناستې په پای کې له بحث او د نظرونو له تبادلې څخه وروسته د موضوع په اړه پرېکړه وشوه چې د ځمکو له غصب او په ښارګوټو کې د خپلسرو د ودانیز کارونو څخه د مخنیوي په برخه کې هر اړخیزه او قانوني همکاري وشي او د ذیصلاح مقاماتو له لوري د راتلونکي لارښوونو صادرولو او د ښارګوټو تفصیلي نقشو ترتیبولو پورې په ښارګوټو کې له هرډول ودانیز کار او د سرپناه له جوړولو څخه باید ډډه وشي.
دغه راز پرېکړه وشوه چې د مهاجرینو د چارو له وزرات څخه دې وغوښتل شي چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په تفاهم او همکارۍ سره د بغلان ولایت د دوو ښارګوټو د ځمکو د لیږد سندونو د فورم نمبر د لېږد په برخه کې اقدام وکړي
