د بدخشان او خوست ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې
د بدخشان او خوست ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه پکې بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.
د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې چې ددغه هیئت د رئیس او غړو او د شهدا ولسوالۍ د سیمه ییزو مسوولینو په حضور سره ددغې ولسوالۍ په مقر کې جوړه شوه، د کمېسیون او تخنیکي هیئت په اړه معلومات وړاندې شوو او له ځايي مسوولینو څخه له هیئت سره د همکارۍ غوښتنه وشوه.
په یاده ناسته کې، ددغه هیئت د غړو ادارو مدیرانو ته په یاده ولسوالۍ کې دنده وسپارل شوه چې امارتي ځمکې بررسي او سروې کړي ترڅو د امارتي ځمکو او غصب شويو امارتي ځمکو اندازه په دغې ولسوالۍ کې مشخصه شي. دغه راز نوموړو ته دنده وسپارل شوه چې د غاصبینو جدول جوړ او دغه هیئت یې واستوي.
په یاده ناسته کې، له یاد شوي هیئت سره د شهدا ولسوال د همکارۍ ډاډ ورکړ.
په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه هیئت زرګونه جریبه ځمکه ددغه ولایت د مرکز په لکڼو، خرسینو، وریو ډاګ او مستربل ساحو کې عامه مرعی تثبیت کړې.
د تثبیت شویو ځمکو معلومات او ځانګړنې به ډیر ژر مرکزي کمېسیون ته واستول شي.
