د بدخشان او خوست ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې جوړې شوې

hayat_admin
Wed, Mar 01 2023 2:18 PM
.

د بدخشان او خوست ولایتونو د تخنیکي هیئتونو ناستې ددغو هیئتونو د رئیسانو او غړو په حضور سره جوړې شوې او د ځمکې د غصب د مخنیوي په اړه پکې بحث وشو او دغې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شوو.

د بدخشان ولایت د تخنیکي هیئت په ناسته کې چې ددغه هیئت د رئیس او غړو او د شهدا ولسوالۍ د سیمه ییزو مسوولینو په حضور سره ددغې ولسوالۍ په مقر کې جوړه شوه، د کمېسیون او تخنیکي هیئت په اړه معلومات وړاندې  شوو او له ځايي مسوولینو څخه له هیئت سره د همکارۍ غوښتنه وشوه.

په یاده ناسته کې، ددغه هیئت د غړو ادارو مدیرانو ته په یاده ولسوالۍ کې دنده وسپارل شوه چې امارتي ځمکې بررسي او سروې کړي ترڅو د امارتي ځمکو او غصب شويو امارتي ځمکو اندازه په دغې ولسوالۍ کې مشخصه شي. دغه راز نوموړو ته دنده وسپارل شوه چې د غاصبینو جدول جوړ او دغه هیئت یې واستوي.

په یاده ناسته کې، له یاد شوي هیئت سره د شهدا ولسوال د همکارۍ ډاډ ورکړ.

.

په همدې حال کې، د خوست ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه او دغه هیئت زرګونه جریبه ځمکه ددغه ولایت د مرکز په لکڼو، خرسینو، وریو ډاګ او مستربل ساحو کې عامه مرعی تثبیت کړې.

د تثبیت شویو ځمکو معلومات او ځانګړنې به ډیر ژر مرکزي کمېسیون ته واستول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS