د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۳۰ - ۹:۴۲
.

 د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذی‌القعدې د مياشتې په ۲۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي  عبدالرازق مرزوقی او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، خپل صورت او سیرت د نبوي سنتو مطابق جوړول، وخت او حاضرۍ ته په پابندي کولو، د اخلاص درلودلو، د کارکوونکو تر منځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل او هغو ته د رسیدګۍ غوښتونکي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۷
Background image

د اسلامي امارت د عدلیې وزیر د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر شنونکو سره وکتل

 د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د صفر المظفر د میاشتې په ۷مه نېټه د چهارشنبې په ورځ، په خپل کاري دفتر کې د هېواد د سیاسي چارو له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۰
Background image

په تېره یوه مياشت کې د ۳۶۰ عريضه‌ ليکونکو له فعالیتونو څخه نظارت شوی دی

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د معاملاتو لارښوونې او د عريضه ليکوونکو د چارو رياست نظارتي پلاوي، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې د کابل ښار په بېلابېلو ساحو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴۳
Background image

د عدلیې وزارت د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د معاملاتو لارښوونې ۸ دفترونه د سرغړونو له امله تړلي دي

 د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست د معاملاتو لارښوونې او د عریضه لیکونکو د چارو ریاست، د روان هجري قمري کال د محرم الحرام میاشتې په اوږدو کې په کابل ښار کې د معاملاتو لارښوونې ۵۴. . .

BACK TO NEWS