د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۶ - ۱۳:۳۳
.

د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو  په حضور سره جوړه شوه او د یو شمېر اشخاصو او ښاروالۍ ترمنځ د ځمکې د شخړې او یو شمېر نورو مهمو مواردو په اړه پکې بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.

تخنیکي هیئت پر هغې ځمکې چې د ښاروالي ریاست ته سپارلې ددغو اشخاصو د لګښتونو د برآورد په منظور یو هیئت، تعیین کړ. یاد خلکو له ښاروالۍ ریاست څخه د خپلو لګښتونو غوښتونکي شوو.

دغه راز یو مسلکي هیئت تعیین شو ترڅو د یو شمېر نورو اشخاصو د ځمکو سندونه په ساحو کې تطبیق کړي، کروکي، متراژ او حدود یې تعیین کړي او خپل راپور هیئت ته وړاندې کړي. د سنګ آتش ولسوالۍ د ځمکو په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت ساحه له نږدې مشاهده او بررسي کړي.

یاد شوي هیئت په مقر او دره بوم او د غال زردک خلکو د څړځایونو په اړه پریکړه وکړه چې د خلکو سندونه وغوښتل شي. د اوقافي ځمکو په تړاو هم د حج او اوقافو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د خپل تر ادعا لاندې د ټولو ساحو حدود تعیین، کروکي او دقیق متراژ کړي او د متصرفینو بشپړ شهرت ترتیب او تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.

یاد شوي هیئت د ښاروالۍ ریاست هم موظف کړ ترڅو د باغلر له برخې څخه د بادغیس ولایت دولتي پوهنتون پورې خپل تر ادعا لاندې ساحې کروکې او متراژ کړي او د متصرفینو شهرت ترتیب او یاد شوي هیئت ته وړاندې کړي.

یو شمېر نور اشخاص هم جلب لاندې ونیول شوو ترڅو راتلونکو غونډو ته خپل سندونه حاضر کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۲۶
Background image

په ننګرهار ولایت کې له یو شمېر دارالترجمو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست د رسمي اسنادو د ژباړې د تصدیق مدیریت مسؤولینو د ذوالقعدې د میاشتې په ۵نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز، جلال اباد ښار کې له ۸ دارالترجمو څخه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۸
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د ذوالقعدې د میاشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

په پروان ولایت کي د محصلینود لیلیو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پروان ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ د کرایو د کنټرول ګډې کمېټې په یاد ولایت کې د ذوالقعدې د مياشتې په ۴مه نېټه د سې‌شنبې په ورځ د یاد ولایت په  مرکز، چاریکار ښار کې د محصلینود لیلیو له. . .

BACK TO NEWS