د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت د ناستې جوړیدل
د بادغیس ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او د یو شمېر اشخاصو او ښاروالۍ ترمنځ د ځمکې د شخړې او یو شمېر نورو مهمو مواردو په اړه پکې بحث او د نظر تبادله ترسره شوه.
تخنیکي هیئت پر هغې ځمکې چې د ښاروالي ریاست ته سپارلې ددغو اشخاصو د لګښتونو د برآورد په منظور یو هیئت، تعیین کړ. یاد خلکو له ښاروالۍ ریاست څخه د خپلو لګښتونو غوښتونکي شوو.
دغه راز یو مسلکي هیئت تعیین شو ترڅو د یو شمېر نورو اشخاصو د ځمکو سندونه په ساحو کې تطبیق کړي، کروکي، متراژ او حدود یې تعیین کړي او خپل راپور هیئت ته وړاندې کړي. د سنګ آتش ولسوالۍ د ځمکو په اړه هم پریکړه وشوه چې هیئت ساحه له نږدې مشاهده او بررسي کړي.
یاد شوي هیئت په مقر او دره بوم او د غال زردک خلکو د څړځایونو په اړه پریکړه وکړه چې د خلکو سندونه وغوښتل شي. د اوقافي ځمکو په تړاو هم د حج او اوقافو ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د خپل تر ادعا لاندې د ټولو ساحو حدود تعیین، کروکي او دقیق متراژ کړي او د متصرفینو بشپړ شهرت ترتیب او تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.
یاد شوي هیئت د ښاروالۍ ریاست هم موظف کړ ترڅو د باغلر له برخې څخه د بادغیس ولایت دولتي پوهنتون پورې خپل تر ادعا لاندې ساحې کروکې او متراژ کړي او د متصرفینو شهرت ترتیب او یاد شوي هیئت ته وړاندې کړي.
یو شمېر نور اشخاص هم جلب لاندې ونیول شوو ترڅو راتلونکو غونډو ته خپل سندونه حاضر کړي.