د بادغیس د عدلیي ریاست کارمندانو لپاره زده کړه ییزه برنامه جوړول

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۴۳

د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست کارمندانو لپاره «د امارت د قضایاو مسلکي او اداري زده کړې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ زده کړه ییزه برنامه د یاد ریاست په مقر کې جوړه کړه.

د یادې زده کړه ییزې برنامې پرانیسته کې چې د شعبان د میاشتې په ۱۳ نېټه د شنبې په ورځ جوړه شوه، د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس ملا عبدالرزاق مرزوقي، د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر مفتي احمد ضیا خبیب، ښوونکو او نورو مسؤولینو حضور درلود.

د بادغیس ولایت د عدلیې رئیس د خپلې وینا په ترڅ کې، د ادارې مسلکي کولو په برخه کې د دغه راز برنامو جوړول مهم وبلل او خلکو ته د غوره خدماتو په وړاندې کولو او د اسلامي امارت د کارمندانو په امانت دارۍ یې ټینګار وکړ.

له بلې خوا د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د زده کړو او ظرفیت لوړولو آمر هم په دې برنامه کې د زده کړه ییزو برنامو د اغیزمنتوب، ګټورتوب او اهمیت په تړاو خبرې وکړې. نوموړي له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د دغې برنامې زده کړې په دوامداره توګه تعقیب کړي او د برنامې له پای څخه وروسته، په خپلو کاري چارو کې ورځني ګټه پورته کړي.

په دې زده کړه ییزې برنامه کې چې تر شپږو ورځو پورې دوام لري، د بادغیس ولایت د عدلیې ریاست ۲۰ تنو مسلکي کارمندانو لپاره د ځمکو له غصب سره د مبارزې د حل لارو، د ځمکو د غصب د مخنیوي قانون، دعوا او د هغې ډولونو، اداري مرسلاتو او پلان جوړونې په هکله به لازمې زده کړې وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۴:۵۷
Background image

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په عدلیې وزارت کې د څښاک د صحي اوبو د برابرولو په موخه د اوبو د تصفیې معیاري دستګاه نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د. . .

BACK TO NEWS