د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون رپوټ

waheed
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۱۰:۲۲
.

لکه څنګه چې تاسې په لړ کې یاست، د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د قانون پر بنسټ چې وروستنی د تعدیل مورد يې په ۱۳۹۵ کال کې تصویب شو، جوړ شوی دی. دغه کمېسیون له ۱۵ دولتي ادارو او یو نا دولتي بنسټ (مدني ټولنې) څخه جوړ شوی دی او په مرکز کې د عدليې د وزیر په ریاست او ولایتونو کې د والیانو په ریاست د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق څخه د مخنیوي په لاره کې فعالیت کوي. په دې رپوټ کې د دغه کمېسیون فعالیتونه په درېیو عمده برخو وېشل شوي دي چې امنیتي سکتور، عدلي او قضايي سکتور، ملاتړیز سکتور او د عامه پوهاوي ورکونې سکتور پکې شاملېږي.

امنیتي، عدلي او قضايي سکتور د کشف، پېژندنې، نیونې، څېړنې، تعقیب او د محاکمې مسوولیت پرغاړه لري. ملاتړیز سکتور د انسان او مهاجرانو د قاچاق له قربانیانو څخه د ملاتړ مسوولیت لري او د عامه پوهاوي ورکونې سکتور د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق له زیانونو څخه د پوهاوي ورکونې مسوولیت پرغاړه لري.

د انسان د قاچاق د جرمونو کشف او د شکمنو نیونه، قضیو ته رسیدګي او د تورنو محاکمې ته راوستنه، عامه پوهاوی ورکونه، د انسان د قاچاق او د مهاجرانو د قاچاق له قربانیانو څخه ملاتړ او د سیمې او نړۍ په کچه د همغږۍ د رامنځته کولو لپاره هڅه د دې کمېسیون یو له عمده وو دندو څخه دي.

د انسان له قاچاق او د مهاجرانو له قاچاق سره د مبارزې د عالي کمېسیون بشپړ رپوټ د لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ:

https://moj.gov.af/sites/default/files/humansmglingrep1400.pdf

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۱۱مه نېټه د پنجشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د درېیمې، څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۸
Background image

د عدلیې وزارت د درېیو تشو بستونو رقابتي ازموینه واخیستل شوه

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د ربیع‌الآخر د مياشتې په ۷مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د کندهار ولایت د عدلیې رياست اړوند د څلورمې او پنځمې رتبې د درېیو تشو بستونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا د ناستې جوړیدل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د رهبرۍ شورا ناسته د ربیع‌الآخر د میاشتې په ۶مه نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې وزیر، محترم شیخ‌الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ او د دغه وزارت د مسلکي او د. . .

BACK TO NEWS