د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته جوړه شوه
د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته د شوال میاشت په ۱۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
په دغې ناسته کې، د قوماندان اختر محمد د ویالې، د عبیدالله بارکزي د سرای، د سراب ځمکې او جوی نو ځمکې په اړه بحث او خبرې وشوې. په همدې توګه هیئت د دوو نورو موضوعاتو د بررسۍ او ثبت په منظور ټیمونه تعیین کړل.