د ارزګان ولایت د دوو ولسوالیو ځینو برخو څخه د یاد ولایت د تخنیکي هیئت لیدنه

hayat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۱ - ۱۳:۱۸
.

د ارزګان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت یو باصلاحیته ټیم د ذوالقعدې میاشتې په ۱۴ نېټه چنارتو او خاص ارزګان ولسوالیو ته سفر وکړ او د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه هیئت د سیمه ییزو مقاماتو په ملتیا سره د چنارتو ولسوالۍ اړوند د شفلوغ سیمې دښتې پر سر د دعوا لوري سره وکتل او دواړو لوري، له غصب څخه منع کړل او د اسلامي امارت د مشرتابه فرمان يې هغوی ته بیان کړ.

یاد شوي هیئت یو بل شخص سره هم چې بوچي کلي کې پر ځمکې د ملکیت ادعا لري وکتل او د نوموړي سندونه یې ملاحظه کړل. دغه هیئت په دغې ساحه کې د ۵ جریبه ځمکې له غصب څخه  هم مخنیوی وکړ.

دوه یمه ورځ تخنیکي هیئت خاص ارزګان ولسوالۍ ته ولاړ او د ځايي مقاماتو په ملتیا هزار قدم ساحه چې غصب لاندې وه، نښاني کړه او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول. یاد شوي هیئت د لخسنګ کاریز او نورک کاریز له ځمکو څخه لیدنه وکړه او غاصبینو او د سیمې اوسیدونکو ته يې د غصب د مخنیوي په اړه لازمې توصیې وکړې.

یو شمېر اشخاص هم د تخنیکي هیئت غونډې ته وبلل شول ترڅو د هغو اړونده موضوع روښانه شي. د تروی چمن امارتي ځمکو په اړه هم له غاصبینو څخه وپوښتل شول او هغوی ته قناعت ورکړل شو چې یادې ځمکي امارتي دي. هیئت له هغو اشخاصو څخه چې د خاص ارزګان ولسوالۍ په بازار کې د ګنج پر ځمکې دعوا لري سندونه وغوښتل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۲:۱۸
Background image

د عدلیې وزیر په خوست کې د اسلامي امارت له سرحدي ځواکونو سره وکتل

 د اسلامي امارت د عدلیې وزیر، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي د شوال د میاشتې په ۳مه نېټه د شنبې په ورځ د دغه ولایت د سرحدي ځواکونو له یو شمېر امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه او په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۵۶
Background image

د ژباړې د فعالیت د جواز له یو شمېر غوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

  د عدليې وزارت د قانون جوړونې عمومي رياست د تقنیني سندونو د ژباړې او د رسمي سندونو د تصدیق رياست د ژباړې د کیفیت لوړولو په موخه د روژې د مياشتې په ۲۳ مه نېټه  پنجشنې په ورځ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۱:۴۷
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د روژې د مياشتې په ۲۳مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه. . .

BACK TO NEWS