د اداري اجراآتو زده کړه یېزې برنامې جوړیدل

waheed
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۱۴:۱۰
.

د افغانستان اسلامي امارت د عدليې وزارت د بشري سرچینو ریاست د دې وزارت د مرکزي کارکوونکو له پاره د اداري اجراآتو زده کړه یېزه برنامه جوړه کړه.

په دې زده کړه یېزه برنامه کې چې د ذوالقعدې په ۱ او ۲ نېټه د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه د عدلیې وزارت له مرکزي کارکوونکو څخه ۴۰ تنو ګډون کړی وو.

720

دغه زدکړه یېزه برنامه د جهان پوهنتون د استادانو او د عدلیې وزارت د بشري سرچینو ریاست د ښوونکو په واسطه پرمخ یوړل شوه او په کې موضوعات لکه د ادارې پېژندنه، د یوې سالمې ادارې ځانګړتیاوې، د ادارې بنسټيز اصول، د ادارې اخلاق، د مدیرانو عمده دندې، پلان او اهمیت یې او داسې نور تدریس شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د تېرو دوو میاشتو په ترڅ کې د عدلیې وزارت له لوري د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي سندونو د ژباړې تصدیق

 د عدلیې وزارت د قانون جوړونې عمومي ریاست، د تقنیني سندونو د ژباړې او رسمي سندونو د تصدیق ریاست، د روان کال د غبرګولي (جوزا) او چنګاښ (سرطان) میاشتو په اوږدو کې د ۱۲ زره او ۵۶۴ رسمي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۲۰
Background image

په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

په ننګرهار کې د معاملاتو لارښوونې ۴ دفترونه وتړل شول

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست په مشرۍ ګډ نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۶مه نېټه د ‌سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت مرکز جلال‌آباد ښار د اوومې ناحیې په اړوندو سیمو کې د معاملاتو. . .

BACK TO NEWS