خبرتیا

waheed
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۲۳ - ۱۱:۴۵

په مرکز او ولایتونو کې دعدلیې وزارت هغو نارینه چارواکو او کارمندانو ته چې تر دې دمه خپلو دندو ته حاضر شوي نه دي،  خبر ورکول کیږي چې د روانې اونۍ تر پایه (د 1400 کال د وږي تر 25 مې نېټې) پورې ورته وروستی فرصت دی، چې خپلو دندو ته حاضر شي، ګینې دوی به دایمي غیر حاضر وګڼل شي او راتلونکی مسؤلیت به د وزارت په غاړه نه وي.

یادونه: د وزارت ښځینه کارمندانې دې تر بلې خبرتیا پورې انتظار وباسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۱۰:۷
Background image

د افغانستان د اسلامي أمارت د عدلیې وزارت ابلاغیه

په دې ورستیو کې په فیسبوک، ټیوټر، تلیګرام، انستاګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې د افغانستان اسلامي امارت د حکم، قانون، پالیسي او اصولو تر عنوان لاندې اکاذیب خپرېږي چې دغه ډول خپرونې د خلکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۵:۵۲
Background image

د عدلیې وزارت سرپرست د دې وزارت له ریاستونو او شعبو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان.ا.ا د عدلیې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي عبدالحکیم شرعي، د دې وزارت له ریاستونو او شعبو څخه لیدنه وکړه او د وزارت د بېلابېلو څانګو له کارکوونکو سره یې له نږدې وکتل او خبرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۴ - ۱۵:۴۵
Background image

د عدلیې وزارت د رهبرۍ شوری ناسته ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت سرپرست ښاغلي الحاج مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ د عدلیې وزارت د رهبرۍ شوری د پېژندګلوۍ ناسته د دې وزارت د رئیسانو او چارواکو په ګډون ترسره شوه.

د. . .

BACK TO NEWS