خبرتیا
په مرکز او ولایتونو کې دعدلیې وزارت هغو نارینه چارواکو او کارمندانو ته چې تر دې دمه خپلو دندو ته حاضر شوي نه دي، خبر ورکول کیږي چې د روانې اونۍ تر پایه (د 1400 کال د وږي تر 25 مې نېټې) پورې ورته وروستی فرصت دی، چې خپلو دندو ته حاضر شي، ګینې دوی به دایمي غیر حاضر وګڼل شي او راتلونکی مسؤلیت به د وزارت په غاړه نه وي.
یادونه: د وزارت ښځینه کارمندانې دې تر بلې خبرتیا پورې انتظار وباسي.
