اختصاصي محکمې د غزني په خواجه عمري ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳ زره او ۲۷۳ جریبه ځمکې پر امارتيتوب پرېکړه وکړه
د مرکز زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ «د عبدالرب چینې» په ساحه کې پر دیارلسزره دوهسوه او پنځهاتیا (۱۳۲۸۵) جریبه ځمکه له اشخاصو سره د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د دعوا په بررسۍ سره، د هغې دیارلسزره دوهسوه درېاویا اعشاریه درې (۱۳۲۷۳.۳) جریبه ځمکه امارتي او یوولس (۱۱) جریبه او اووه (۷) بسوې یې شخصي وبلله.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د یادې ځمکې له بررسۍ څخه وروسته؛ موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې په موخه د مرکز زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې سپارلې وه چې، یادې محکمې د اسنادو، دلایلو او شواهدو له دقیقې او هر اړخیزې بررسۍ او په دې هکله د محکمې له مفتیانو څخه د فتوی په اخیستلو سره، د یادې ځمکې زیاته برخه امارتي وګڼله.
اختصاصي محکمې د ځمکې د مالکیت د مدعي اشخاصو د سندونو د تطبیق په موخه تر دعوا لاندې د ځمکې ساحې ته، قضایي پلاوی هم استولی وو خو یاد سندونه په ټوله ساحه کې د تطبیق وړ نهوو او حدودو یې توپیر درلود. د یادې ځمکې له مجموع څخه د هغې دیارلسزره دوهسوه درېاویا اعشاریه درې (۱۳۲۷۳.۳) جریبه ځمکې په اړه وړاندي شوي سندونه د تطبیق وړ نهوو او د پاتي یوولس اعشاریه اووه (۱۱.۷) جریبه ځمکې یې تطبیق شوو چې د همدغو مواردو په اساس، محکمې خپله پرېکړه او وروستۍ قرار صادر کړ.
د امارتي ځمکو له غصب څخه مخنیوی او د غصب شویو ځمکو استرداد د افغانستان اسلامي امارت له اساسي موخو څخه ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون په همدې منظور رامنځته شوی دی.
دا کمېسیون مسؤولیت لري ترڅو امارتي (سلطاني)، عامه مرعی او وقفي غصب شوې ځمکې له غاصبینو او زورواکو او غیر شرعي ذوالید څخه استرداد کړي او دا بهیر د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په چټکۍ سره دوام لري.
د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو بررسۍ لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور اختصاصي محکمې او په هر ولایت کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو تخنیکي هیئت لري چې دغو موخو ته د رسیدو لپاره کار کوي.