د هېواد د ۲۷ ولایتونو د عدلیې ریاستونو لپاره د لمریزې انرژۍ سیستم فعال شو

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۹
.

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت په ټول هېواد کې د خدمتونو وړاندې کولو په بهیر کې د لازیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د هېواد د ۲۷ ولایتونو د عدلیې ریاستونو لپاره د لمریزې انرژۍ (سولري) سیستم نصب او فعال کړ.

دا سیستمونه د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال په سلواغې میاشت کې په میدان وردګ، پروان، کاپیسا، بامیان، دایکندي، غور، پکتیا، پکتیکا، خوست، لغمان، کنړ، ننګرهار، غزني، کندهار، ارزګان، هلمند، فراه، بادغیس، هرات، جوزجان، بلخ، تخار، کندوز، سمنګان، بغلان، بدخشان او نیمروز ولایتونو کې فعال شوي او په پاتې نورو ولایتونو کې هم د دغه ډول سیستمونو د نصب او فعالولو چارې روانې دي.

یاد سیستمونه په هر ولایت کې د عدلیې ریاستونو د اړتیا په پام کې نیولو سره له ۱۰ تر ۲۰ کیلوواټه ظرفیت لري چې په فعالېدو سره یې د برېښنا لګښتونه کم شوي، د کارونو د ځنډ مخه نیول شوې او د عامه خدمتونو وړاندې کولو بهیر به لازیات ګټور شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۹
Background image

د هېواد د ۲۷ ولایتونو د عدلیې ریاستونو لپاره د لمریزې انرژۍ سیستم فعال شو

 د اسلامي امارت عدلیې وزارت په ټول هېواد کې د خدمتونو وړاندې کولو په بهیر کې د لازیاتو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د هېواد د ۲۷ ولایتونو د عدلیې ریاستونو لپاره د لمریزې انرژۍ (سولري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۹:۵۴
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 په ننګرهار ولایت کې د یاد ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې، د شعبان د میاشتې په ۱۹مه نېټه د شنبې په ورځ، د جلال‌اباد ښار په اوومه ناحیه کې د معاملاتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۴:۴۶
Background image

په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

 د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شعبان د مياشتې په ۲۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارت. . .

BACK TO NEWS