د تېرو کلونو په پرتله د کورونو د کرایې د زیاتولو د ممنوعیت په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

barekzai_admin
.

 د اسلامي امارت د عدليې وزارت له دې وړاندې د هېواد په کچه د کورونو ټولو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیانو ته خبر ورکړی و، چې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه د هېوادوالو د راستنېدو له امله د تېرو کلونو په پرتله د کورونو د کرایې د زیاتولو حق نه‌لري او د دغه کار د ترسره کولو په صورت کې به له قانوني تعقیب سره مخ شي.

خو له دې سره، د کابل ښار له بېلابېلو ناحیو څخه د جایدادونو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې جواز لرونکو لخوا د کورونو د کرایو په بې‌سارې ډول زیاتولو په اړه، دې وزارت ته ګڼ شمېر شکایتونه رسېدلي دي او په ډاګه کوي چې د کرایې دغه ډول زیات اخیستلو، خلک او راستنېدونکي له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

له همدې امله، د عدليې وزارت یو ځل بیا د جایدادونو ټولو مالکانو او د معاملاتو لارښوونې د فعالیت جواز لرونکو ته خبر ورکوي چې د کورونو د کرایې له ‌زیاتولو څخه ډډه وکړي، له تېرو کلونو سره سم کرایه واخلي او د هېوادوالو پر وړاندې خپل ایماني او وجداني مسئولیت ادا کړي، له دې پرته به له سرغړوونکو سره جدي قانوني او شرعي چلند وشي او د شکایت حق به ونه‌لري.

د کور د کرایې له زیاتوالي سره د مخامخ‌ کېدو په صورت کې هېوادوال کولای شي خپل لیکل شوی شکایت په مرکز کې د عدلیې وزارت د انسجام عمومي ریاست او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو ته وړاندې کړي ترڅو دغه وزارت، سرغړونکي د قانوني تعقیب په موخه اړوندو ارګانونو ته معرفي کړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د دفاع وکالت د ورودي ازموینې لپاره د نوم‌لیکنې د مودې د تمدید په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د دفاع وکالت د جواز ټولو متقاضیانو ته خبر ورکوي چې د وروستیو بارانونو او سېلابونو او د لویو لارو د بندېدو له امله، د دفاع وکالت د شپږمې دورې ورودي ازموینې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۱
Background image

د مدرسة العدالة د درسونو د پیل په هکله د عدلیې وزارت خبرتیا

د دیني علومو د زده کړو ټولو مینه‌والو ته خبر ورکول کېږي چې د عدلیې وزارت اړوند د مدرسة العدالة د دیني درسونو د دورو او درجو لپاره نوم‌ لیکنه پیل شوې او جریان لري.

د عدلیې وزارت مدرسة . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۱:۵۹
Background image

د تقنیني ستاژ برنامې د نهمې دورې د نوم لیکنې د پیل په اړه د عدلیې وزارت خبرتیا

 د جامعاتو او دیني مدرسو هغو فارغانو ته چې د هغوی سندونه د لېسانس په سویه د اړوندو مراجعو لخوا تایید شوي وي او همدا راز د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د شرعیاتو او حقوقو پوهنځیو فارغانو . . .

Back to announcements