په سمنګان ولایت کې د څه باندې ۲۲ جریبه امارتي ځمکې تشخيص کېدل

barekzai_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۵۲
.

 د سمنګان ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ذی‌الحجې د مياشتې په ۴مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه هيئت د رئيس او غړو په ګډون جوړه شوه.
د تخنيکي هيئت په دې ناسته کې د یاد ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند په بیک محمد قدوق کلي کې د دوه ویشت اعشاریه پنځه (۲۲.۵) جریبه ځمکې دوسیې په اړه بحث وشو او په ترڅ کې یې یاده ځمکه  امارتي تشخیص شوه.
هيئت پرېکړه وکړه چې د یادې ځمکې دوسیه دې د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.
همدارنګه په ياده ناسته کې د سمنګان ولایت په نورو ساحو کې د غصب شويو ځمکو اړوند یو شمېر دوسیې بررسي شوې او په اړه یې لازم تصاميم ونيول شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

د نیمروز ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د نیمروز د عدلیې ریاست اداري ناسته دصفر‌المظفر د مياشتې په ۳ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدليې رئیس، مولوي عبدالوارث خلیل په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۷
Background image

په ننګرهار ولایت د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د میاشتې په ۳مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز جلال‌آباد ښار کې د یو شمېر اتحاديو له دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۸ - ۱۵:۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې د معاملاتو لارښوونې او موټر پلورنځيو له ۱۳ دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د ننګرهار ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د مياشتې په ۴مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د دغه ولایت د غني خيلو ولسوالۍ اړوند په مارکو بازار کې د معاملاتو لارښوونې او موټر. . .

BACK TO NEWS