په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۳۵
.

ذد کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د رجب المرجب د مياشتې په ۲۳مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د معاملاتو لارښوونې له ۸ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.

د یاد نظارت په ترڅ کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو متصديانو ته توصیه وشوه چې له هغو معاملاتو ډډه وکړي چې د کورونو د کرایې د لوړېدو لامل ګرځي او د هغو کورونو په کرایې ورکولو څخه هم ډډه وکړي چې د ۱۴۰۳ کال په پرتله یې کرایه له لس سلنې څخه ډېره شوې وي.

د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۱:۳
Background image

په پکتیا ولایت کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د پکتیا ولایت د عدليې ریاست نظارتي پلاوي، د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د یو شمېر خيريه بنسټونو، اتحادیو او د معاملاتو لارښوونې له. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۱:۰
Background image

د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د ننګرهار ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب‌المرجب د مياشتې په ۲۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد ولایت د عدلیې رئیس مولوي محمد رئيس محمدي او د دغه رياست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۰:۵۳
Background image

د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

 د پکتيکا ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته د رجب‌المرجب د میاشتې په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د پکتيکا ولایت د عدلیې رئیس مولوي لاهور خان وفادار په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او. . .

BACK TO NEWS