په بامیان ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۱:۱۴
.

 د بامیان ولایت د عدلیې رياست د رجب المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په مقر کې جوړه کړه.

په یاده ازموينه کې د عدلیې رياست مسؤولينو ګډونوالو ته د ازموينې د پروسې د شفاف والي څخه ډاډ ورکړ او زياته یې کړه چې د عريضه ليکنې د فعاليت قانوني جواز به په شرایطو برابرو عریضه ليکونکو ته ورکړل شي.

د عدلیې وزارت په مرکز او عدلیې رياستونه په ولایتونو کې وخت په وخت د عریضه ليکنې د جواز له غوښتونکو څخه ازموينه اخلي، ترڅو وړ او با استعداد کسانو ته په قانوني او اصولي ډول جواز وويشل شي او هم د خلکو په کارونو کې اسانتياوې رامنځته شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۱:۲۷
Background image

په سمنگان ولایت کې د یو شمېر عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو له فعالیت څخه نظارت ترسره شو

 د سمنگان ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د رجب المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه شنبې په ورځ، د یاد ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ۲۰ عریضه ليکونکو او د معاملاتو لارښوونې ۹ دفترونو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۱:۱۴
Background image

په بامیان ولایت کې د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له یو شمېرغوښتونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

 د بامیان ولایت د عدلیې رياست د رجب المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د عریضه ليکنې د فعالیت د جواز له ۱۰ تنوغوښتونکو څخه د ارزونې او د ازموينې اخيستلو برنامه د یاد رياست په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۰:۵۰
Background image

په پروان ولایت کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره شو

 د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې په پروان ولایت کې د رجب المرجب د مياشتې په ۲مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ د دغه ولایت په بېلابېلو ساحو کې د معاملاتو لارښوونې له ۶ دفترونو څخه نظارت. . .

BACK TO NEWS