په باميان ولایت کې له يو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو
د باميان زون د مدافع وکيلانو آمريت نظارتي پلاوي د شعبان د مياشتې په ۲۰مه نېټه د یکشنبې په ورځ، په یاد ولایت کې له ۵ دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
نظارتي پلاوي د دغه نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو دفترونه، جوازلیکونه، لوحې او نور سندونه بررسي کړل.
پلاوي، د یادو دارالوکالو نیمګړتیاوې مشخصې کړې او د نیمګړتیاوو د لرې کولو په هکله یې د هغو متصدیانو ته لازمې توصیې وکړې.
همدارنګه، د دغه نظارت په ترڅ کې نظارتي پلاوي د مدافع وکيلانو کاري ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې یې هغوی ته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
