د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

barekzai_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۵:۱۸
.

 د پروان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د صفر‌المظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د عدلیې رئیس مولوي ګل رسول نصرت په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون سره جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د پروان ولایت د عدلیې رئیس د یاد ریاست کارکوونکو ته د خپلو مسؤولیتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ ته د پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، د اخلاص درلودلو، په نبوي سنتو خپل صورت او سیرت برابرولو، د کارکوونکو ترمنځ د متقابل احترام، له مراجعینو سره د ښه چلند او نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۵۲
Background image

په بادغیس ولایت کې له يو شمېر عريضه ليکونکو څخه نظارت ترسره شو

 د بادغيس ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي، د صفر‌المظفر د میاشتې په ۹ مه نېټه د ‌یکشنبې په ورځ په قلعه نو ښار کې له یو شمېر عریضه ليکونکو څخه نظارت ترسره کړ.
نظارتي پلاوي چې په مشري یې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۴۲
Background image

په بلخ ولایت کې د څه باندې ۲۰۰ جریبه امارتي ځمکې تشخيص

 د بلخ ولایت د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د صفر‌المظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د یاد هیئت د رئیس او غړو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې د مزار شریف ښار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۲:۳۵
Background image

په کندز ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ۲ دفترونه وتړل شول

 د کندز ولایت د عدلیې رياست نظارتي پلاوي د صفر‌المظفر د مياشتې په ۹ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، د دغه ولایت په مرکز، کندز ښار کې د معاملاتو لارښوونې له ۹ دفترونو څخه نظارت ترسره کړ او د. . .

BACK TO NEWS