د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو د آمریت او د کندز زون نظامي محکمې ترمنځ د همغږۍ ناسته جوړیدل
د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمریت او د کندز زون د نظامي محکمې مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ ناسته د جمادیالأولی د مياشتې په ۱۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ، د یاد رياست په مقر کې ترسره شوه.
په دې ناسته کې، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت په نظامي محکمه کې د مدافع وکيلانو د موجودو ستونزو او ننګونو په اړه خبرې وکړې او د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د کندز زون نظامي محکمې رئیس، د شمال ختيځ زون د مدافع وکيلانو آمريت فعالیتونه او کړنې وستایلې او په محکمو کې یې د مدافع وکيلانو د اړوندو برخو ستونزو ته د رسيدګۍ ډاډ ورکړ.
