د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې په اړوندو چارو کې د نه لاسوهني په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حكم
لومړۍ ماده:
د ۱۴۴۴/۲/۲۹ هـ ق نېټې د (۱۸۹) ګڼه فرمان د درېيمي مادې د حکم پر اساس، امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته رسيدګي د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضيو ته د رسیدګۍ د اختصاصي محکمې د واک په حوزه کي ده، نوري امارتي ادارې نه شي کولای، یادو قضيو ته رسيدګي وکړي.
دوه یمه ماده:
(۱) که چېري څوک د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد د کمېسیون او په مرکز او ولايتونو کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبيت تخنيكي هيئتونو څخه شکایت لري، کولای شي خپل شکایت په ليکلي ډول د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته د بررسۍ او حل لپاره وړاندي کړي.
(۲) وزارتونه او نور امارتي ادارې نه شي کولای د دې مادې په (۱) فقره کې د درج شوي کمېسيون او کمېټې په هکله شکایتونه واخلي او يا استعلام ورڅخه وکړي.
در ېیمه ماده:
دغه حکم د صادرېدو له نېټې څخه نافذ دی.
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د پورته حکم له مخې، د امارتي، عامه مرعی او وقفي غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسیدګۍ یوازینۍ مرجع، د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمه ده.
همدارنګه یاده اختصاصي محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون او د اړوندو ولايتي تخنيکي هيئتونو پر وړاندې د شکايتونو ترلاسه کولو صلاحیت لری. له دې وروسته هېڅ وزارت او يا بله امارتي اداره نه شي کولای له کمیسیون او د اړوندو تخنیکی هیئتونو څخه شکايتونه تر لاسه کړي او يا له هغوی څخه استعلام وکړي. که د دغه حکم له صادریدو وروسته وزارتونه او امارتي ادارې دا ډول شکايتونه تر لاسه کړي، معذور به ونه ګڼل شي.
هېوادوال دې خبر وي، که د کمېسيون او يا اړوندو ولايتي تخنيکي هيئتونو د فعاليتونو په اړه شکايت ولري، نو د امارتي، عامه مرعى او وقفي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته دې مراجعه وکړي او خپل شکايت دې په ليکل شوي ډول درج کړي.
د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمېسيون په چوکاټ کې د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسیدګۍ په موخه کار کوي او په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاليت لري چې د يادو ولايتونو او د هغو ګاونډيو ولايتونو اړوندو قضيو ته رسېدګي کوي. ياده محکمه وظیفه لري چې د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند هغه شخړې چې د کمېسيون له لوري ورته محول کېږي، په هر اړخيز ډول بررسي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کړي.