په سرپل ولایت کې له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره شو

barekzai_admin
Mon, Aug 03 2026 2:20 PM
.

 د سرپل ولایت د عدلیې ریاست نظارتي پلاوي د صفرالمظفر د میاشتې په ۱۰مه نېټه د شنبې په ورځ، له یو شمېر دارالوکالو څخه نظارت ترسره کړ او د هغو فعالیتونه یې بررسي کړل.
د نظارت په ترڅ کې د یادو دارالوکالو د فعالیت جوازونه، مهرونه، د ثبت کتابونه او یو شمېر نور اړین اسناد بررسي شول، چې په ترڅ کې یې یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې تشخیص او د لرې کولو په موخه اړوندو مسؤولینو ته لازمې توصیې وشوې.
همدارنګه، نظارتي پلاوي د مدافع وکیلانو کاري ستونزې واورېدې او د هغو د حل په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سرپل ولایت د عدلیې ریاست په دوامداره توګه د اړوندو ادارو او دارالوکالو څخه نظارت ترسره کوي، ترڅو د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي او خلکو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS