د روان کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې لوړول ممنوع شول او سرغړوونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کېږي

barekzai_admin
Tue, Apr 07 2026 12:00 PM
.

 د کورونو د کرایې د کنترول ګډې کمېټې د عدلیې وزارت په مشرۍ او د امنیې قوماندانۍ، استخباراتو، ښاروالۍ او نورو اړوندو امارتي ادارو په غړیتوب په یوې ناسته کې پرېکړه وکړه چې د هېواد په کچه د استوګنیزو کورونو د کرایې لوړول ممنوع دي.

دا ناسته د شوال د میاشتې په ۱۹مه نېټه د دوشنبې په ورځ د عدلیې وزارت د مسلکي معین، محترم شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د غړیو ادارو د استازو په ګډون د یاد وزارت په مقر کې ترسره شوه.

یادې کمېټې پرېکړه وکړه چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې معیار، هماغه د دوو کلونو مخکې (۱۴۰۳ کال) کرایه ده چې حد اکثر ۱۰ سلنه زیاتوالی دی او د استوګنیزو کورونو مالکین او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیان حق نهلري چې له دې معیار څخه لوړه کرایه وټاکي.

همدارنګه په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د غړیو ادارو د استازو په ګډون جلا جلا کمېټې دې په کابل ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ټول دفترونه او استوګنیز بلاکونه د کرایې د څرنګوالي له مخې بررسي او سرغړوونکي مشخص کړي تر څو د قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS