د عدلیې وزارت پنځه کلنه برنامه د مؤظفې کمېټې لخوا تایید شوه
د عدلیې وزارت د پنځه کلنې برنامې د نهايي کولو په موخه د مؤظفې کمېټې ناسته د جمادی الأولی د میاشتې په ۱۷مه نېټه د شنبې په ورځ د یاد وزارت د مسلکي معین، شیخ الحدیث مولوي عبدالکریم حیدر په مشرۍ او د مرکزي رئیسانو او د بېلابېلو څانګو مسؤولینو په شمول د کمېټې نورو غړو په ګډون ترسره شوه.
په دې ناسته کې د دغه وزارت پنځه کلنه برنامه چې د اسلامي امارت له پنځه کلنۍ ستراتیژۍ سره سم چمتو او تدوین شوې ده، د کمېټې لخوا تایید شوه.
دا برنامه د قانون جوړونې بهیر د پیاوړتیا، د هېواد دننه او بهر له امارتي شتمنیو څخه د دفاع، وړیا حقوقي مرستو ته د بېوزلو شکمنو او تورنو او مجني علیه د لاسرسۍ د زیاتیدو او په حمایوي برخو کې د خدمتونو وړاندې کولو د پیاوړتیا له لارې د اسلامي شریعت په رڼا کې د قانون د واکمنۍ د پیاوړتیا په موخه تدوین شوې ده.
ټاکل شوې ده دا برنامه په راتلونکو پنځو کلونو کې د عدلیې وزارت لخوا او د اړوندو ادارو په همکارۍ پلي شي او تعیین شوې موخې پهکې ترلاسه شي.
