د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته جوړیدل

د باميان ولایت د عدلیې ریاست اداري ناسته، د ذیالحجې د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولایت د عدلیې رئیس مولوي عبدالمالک مبرور په مشرۍ او د یاد ریاست د آمرینو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوه.
په دې ناسته کې، د باميان ولایت د عدلیې رئیس د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه رياست کارکوونکو ته د خپلو مسؤوليتونو د ترسره کولو، وخت او حاضرۍ په پابندي کولو، په وخت د چارو د اجرا، له مراجعينو سره د نیک چلند کولو او د یو شمېر نورو مواردو په اړه لازمې توصیې وکړې.
په دې ناسته کې د یاد ریاست آمرینو او کارکوونکو هم خپلې ستونزې او د کاري چارو ښه والي په منظور وړاندیزونه مطرح کړل.