د عدلیې وزارت مسلکي معين د ارزګان ولایت له عدلیې ریاست څخه ليدنه وکړه

barekzai_admin
Wed, Oct 02 2024 2:38 PM
.

د عدلیې وزارت د مسلکي معين، محترم شيخ الحدیث مولوي عبدالکريم حيدر په مشرۍ ولایتونو ته د یاد وزارت د پلاوي د سفرونو په لړ کې، یاد پلاوي د ربیع الاول د میاشتې په ۲۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ، ارزګان ولایت ته سفر وکړ او د یاد ولایت له عدلیې رياست څخه یې کتنه وکړه او خلکو ته، د یاد رياست د خدمتونو وړاندې کول یې هم له نږدې بررسي کړل.

د عدلیې وزارت محترم مسلکي معین او له هغه سره مل پلاوي د ارزګان ولایت له عدلیې رئيس مولوي خيرالله حق نماء سره په کتنه کې د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل په برخه کې یې ډاډ ورکړ.

همدارنګه، په یاده کتنه کې محترم مسلکي معين، د یاد رياست د کارکوونکو او مسؤولينو ته د چارو ښه پرمخ وړلو او خلکو ته د خدمت کولو په برخه کې توصیه وکړه او ټينګار یې وکړ چې د مراجعينو کارونه باید پرته له ځنډ او خڼد څخه ترسره شي او خلکو ته ښه او پر وخت خدمتونه وړاندې شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS