د معاملو د لارښوونې د دفترونو کار د اجورې د معاملې له ټولې بيې څخه(یوه سلنه) ټاکل شوې ده

waheed
Wed, Oct 28 2020 9:45 AM

د معاملو د لارښوونې په قانون کې د نوو تعدیلونو پربنسټ د شرعي بیع، رهن، اجارې او کرايې په وړاندې د عقد د لورو په واسطه د ملکیت یا معاملې وړ متاع د بيې په پام کې نیولو سره د معاملو د لارښونې د دفترونو د کار اجوره(حق العمل) په بالمناصفې ډول له ټولې بیې څخه یوازې یوه سلنه ورکول کېږي یعني نیم سلنه له یوه لوري او نیم سلنه له بل لوري څخه.

د معاملو د لارښوونې په قانون کې تعدیلونه د جمهور رئیس له لوري د ۱۳۹۹ کال د تلې په ۱۴ نېټه په ۹۵ ګڼه فرمان سره توشیح شول. دغه تعدیلونه له ۱۳۸۷ پرله پسې ګڼې سره په رسمي جریده کې چاپ شوي دي او د توشیح له نېټې څخه نافذ دي.

د دغه تقنیني سند پر بنسټ د معاملو د لارښوونې د قانون په درېیمه، اتمه، اتلسمه او نهه ویشتمه ماده کې ځینې تعدیلونه وارد شوي دي.

د تضمین په توګه د شرعي قبالې ترڅنګ د عرفي قبالې زیاتیدل

د معاملو د لارښوونې د قانون درېيمې مادې په ۶ جز کې د (تضمین) د اصطلاح د تعریف بدل شوې دې او دهغه نوی تعریف په دې ډول بیان شوی دی:" تضمین د شرعي یا عرفي قبالې لرونکي غیر منقول ملکیت یا د نغدو پیسو په ضمانت ایښودل دي چې د معاملو د لارښوونې د جواز لیک د غوښتونکي یا د بل شخص له لوري د دې قانون له حکمونو سره سم د سمون ادارې(عدليې وزارت) ته ضمانت ایښودل کېږي."

په دې برخه کې د شرعي قبالې ترڅنګ عرفي قباله هم زیاته شوې ده چې له هغه څخه د تضمین په توګه ګټه اخیستل کېږي. د معاملو د لارښوونې د قانون په پخواني تعدیل کې تضمین" د شرعي قبالې لرونکي غیر منقول ملکیت یا د نغدو پیسو ضمانت ایښودلو ته" ویل شوي و چې اوس ملغي شوي دي او نوي تعدیلونه د اعتبار وړ دي.

په همدې ترتیب، د دې قانون د اتمې مادې ۵ جز هم تعدیل شوی دی په دې نوي تعدیل کې د معاملو د لارښوونې د دفتر د رامنځته کولو نوو شرطونو څخه د ۵۰۰ زرو افغانیو په ارزښت یا له دې پورته د شرعې او عرفي سند لرونکي غیرمنقول ملکیت د تضمین وړاندې کول او یا د نغدو پیسو د بانکي سند وړاندې کول" ویل شوي وو.

د معاملو د لارښوونې د دفترونو د کار اجوره

د دي قانون په اتلسمه ماده کې د تعدیل پربنسټ د معاملو د لارښوونې د دفترونو د کار اجوره له ټولې بيې څخه یوه سلنه ټاکل شوې ده. د دې قانون په یو فقره کې ویل شوي دي:ِ "د معاملو د لارښوونې دفتر حق العمل د شرعي بیع، رهن، اجارې او کرايې په مقابل کې د عقد د لورو په واسطه د مبیعه بيې په پام کې نیولو سره له ټول معقود علیه څخه یوازې یوه سلنه په بالمناصفې ډول ورکول کېږي. "

مخکې له دې د معاملو د لارښوونې د قانون اتلسمې مادې، د معاملو د لارښوونې د دفترونو د کار اجوره د قطعي بیع، جایزي او رهن؛ پنځلس ورځنی کرايې او د یو سلنې اجارې په مقابل کې په یوې سلنې سربیره په بالمناصفه ډول د عقد له لوري ټاکلي وو چې اوس ملغي شوي دي او نوی تعدیل د اعتبار وړ دی.

سرغړونې او جریمه

په همدې ترتیب د دې قانون په ۲۹ ماده کې هم ځینې تعدیلونه وارد شوي دي. د دې قانون په ۶ فقره کې تعدیل د معاملو د لارښوونې د جواز لرونکي جریمه د دې قانون د اوومې مادې له ۲ او ۳ فقرو څخه د سرغړونې په صورت د سمون ادارې ته د ۳۰زرو افغانیو په وکړې مکلفوي؛ په داسې حال چې مخکې له دې "له دغو دوو مادو څخه د سرغړونې لپاره د سرغړونې اصلاح او د ۲۰ زرو افغانیو جریمې ورکړه "  ټاکل شوې ده.

د معاملو د لارښوونې له قانون څخه د دې مادې ۷ فقره هم تعدیل شوې ده او په هغې کې د معاملو د لارښوونې د جواز لرونکي په واسطه د دې قانون د ۱۵ مادې له حکمونو څخه د رامنځته شوو سرغړونو لپاره، ۵۰ زرو افغاني جریمه ټاکل شوې ده چې د عدليې وزارت د سمون ادارې ته ورکول کېږي.

له قانون څخه د دې مادې د ۸ فقرې په تعدیل کې هم "له یوو پرله پسې نمبر څخه د څو معاملو ترسره کول د معاملو د لارښوونې په دفتر کې د تزویري سندونو ترلاسه کول او د معاملو د لارښوونې د جواز لرونکي له لوري په سند( د معاملې سند کې) د ورځې له نرخ سره سم د مبیعه رښتینې بيې، کرايې او رهن نه درج " له هغو مواردو څخه ویل شوي دي چې د جواز لیک د لغو، د معاملو د لارښوونې د دفتر د تړل کیدو او د عدلي تعقیب په منظور د اړوندو مراجعو ته د هغه د مالک د ورپېژندلې لامل کېږي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS