په غزني ولایت کې د سرو زرو ۸ پلورنځي وتړل شول

barekzai_admin
Wed, Jan 14 2026 1:28 PM
.

 د غزني ولایت د عدلیې ریاست په مشرۍ ګډ پلاوي د رجب‌المرجب میاشتې په ۱۶مه نېټه د سه‌شنبې په ورځ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، د امنیې قوماندانۍ او د زرګرانو اتحادیې د استازو په ګډون د غزني ښار په کلاه‌سبز سیمه کې د سرو زرو له ۱۵ پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ.

ګډ پلاوي د یاد نظارت پر مهال د فعالیت جوازونه، د سرو زرو عیار، نرخونه او یو شمېر نور اړین موارد وڅېړل چې په ترڅ کې یې د سرو زرو ۸ پلورنځي د یو شمېر غیرقانوني فعالیتونو له امله وتړل شول.

همدارنګه، موظف پلاوي د  سرو زرو د نورو پلورنځیو په کاري چارو کې یو شمېر ستونزې او نیمګړتیاوې تشخیص کړې، چې د لرې کولو په موخه یې اړوندو مسؤولینو ته لازمې توصیې وکړې.

د عدلیې وزارت په مرکز او د عدلیې ریاستونه په ولایتونو کې په دوامداره توګه له اړوندو برخو څخه نظارت ترسره کوي، تر څو د غیرقانوني فعالیتونو مخه ونیول شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS