په پکتیا کې د عدلیې ریاست او خیریه بنسټونو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

barekzai_admin
Thu, Dec 11 2025 11:12 AM
.

 د پکتیا ولایت د عدلیې رئیس مولوي فاتح‌الله فاتح د جمادی‌الثانی میاشتې په ۱۶ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د یاد ولایت د یو شمېر خیریه بنسټونو له استازو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې یې ټینګار وکړ چې خیریه بنسټونه باید خپل فعالیتونه د قوانینو او اصولو مطابق ترسره کړي. همدارنګه نوموړي له خیریه بنسټونو وغوښتل چې د خپلو فعالیتونو راپورونه له عدلیې ریاست سره شریک کړي او مرستې پر مستحقو او بېوزلو خلکو ووېشي.

په دې ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو رئیس هم ګډون درلود او په خپلو خبرو کې یې د ټولنیزو ستونزو په لرې کولو کې د خیریه بنسټونو رول ته اشاره وکړه او هغه یې ارزښتناکه وباله.

په ورته مهال په دې غونډه کې د خیریه بنسټونو استازو خپل نظریات، ستونزې او وړاندیزونه له عدلیې ریاست سره شریک کړل او د عدلیې ریاست مسؤولینو د لازمې همکارۍ او د ستونزو د حل په برخه کې هغوی ته ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS