د غزني ولایت کې د ګذر وکيلانو او د معاملاتو لارښوونې له استازو سره د کورونو د کرایې د کنټرول کمېټې د همغږۍ ناسته جوړیدل

barekzai_admin
Thu, Sep 25 2025 12:30 PM
.

 په غزني ولایت کې د کورونو د کرایې د کنټرول ګډې کمېټې د ربیع الاول د مياشتې په ۲۸مه نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د بېلابېلو ناحیو د ګذر له یو شمېر وکيلانو او د معاملاتو لارښوونې دفترونو له استازو سره  د همغږۍ ناسته جوړه کړه.
دا ناسته د غزني ولایت د عدلیې رئیس مولوي مطیع الحق عثمان په مشرۍ جوړه شوه او نوموړي په خپلو خبرو کې له ګاونډي هېوادونو څخه د کډوالو راستنېدو او د خلکو اقتصادي وضعیت ته په اشارې ټینګار وکړ چې د دغه ولایت په کچه د کورونو کرایې باید راکمې شي.
نوموړي وویل چې د کورونو د کرایې له څرنګوالي څخه د څار پروسه به په دې ولایت کې په جدې توګه دوام ولري او ټینګار یې وکړ چې د معاملاتو لارښوونې دفترونه دې له رسمي سټو ګټه پورته کړي او د سپینو او غیر رسمي سټو د کارولو په صورت کې به له سرغړونکو سره قانوني چلند وشي.
په ورته مهال د ګذر وکيلانو او د معاملاتو لارښوونې استازو هم خپلې موجودې ستونزې په ناسته کې مطرح کړې او له ګډې کمېټې سره یې د همکارۍ ډاډ څرکند کړ.
د کورونو د کرایې د کنټرول ګډه کمېټه په مرکز کې د عدلیې وزارت په مشرۍ او په ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو په مشرۍ په جدي ډول د کورونو د کرایې له قراردادونو څخه نظارت ترسره کوي او د کرایې د زیاتوالي یا د غیر رسمي قرارداد د مشاهدې په صورت کې به له سرغړونکو اشخاصو سره جدي چلند وکړي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS