د ننګرهار عدلیې رئيس د خیریه بنسټونو له‌خوا د مرستو په وېشلو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ

barekzai_admin
Sun, Sep 01 2024 11:01 AM
.

د ننګرهار عدلیې رئیس مولوي محمد رئیس محمدي په دغه ولایت کې د فعالو خیریه بنسټونو له یو شمېر مسؤولینو سره په یوې ناسته کې، د خیریه بنسټونو په کارونو کې پر شفافیت او مستحقو کسانو ته د مرستو په رسولو ټینګار وکړ.

دا ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۷ نېټه د شنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه او د عدلیې رئیس پکښې وویل چې خیریه بنسټونه دې له اصولو او قوانینو سره سم فعالیت وکړي. نوموړي د دغو خیریه بنسټونو له مسؤولینو څخه وغوښتل چې د خپلو فعالیتونو راپور په خپل وخت له عدلیې ریاست سره شریک کړي.

دغه راز نوموړي د خیریه بنسټونو په کارونو کې د روڼتیا په تامینولو، د اسلامي او افغاني ارزښتونو په پام کې نیولو، د مرستو په وېشلو کې د انساني کرامت رعایتولو او د خیریه بنسټونو غیرقانوني فعالیتونو څخه د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار وکړ.

د ننګرهار عدلیې رئیس د خیریه بنسټونو له مسؤولینو څخه وغوښتل چې په یاد ولایت کې د خیریه بنسټونو د اتحادیې بیاځل فعالولو لپاره هم ژر تر ژر پاتې کارونه پای ته ورسوي ترڅو د هغه په چوکاټ کې د دغو خیریه بنسټونو کارونو همغږي او لازیات منسجم شي.

په دې ناسته کې د خیریه بنسټونو مسؤولینو هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې پورته موارد به عملي کړي او له عدلیې ریاست سره به همکار وي. دغه راز هغوی د اتحادیې رامنځته کول مهم وبلل او خپل یو لړ ستونزې یې هم له عدلیې رئیس سره شریکې کړې چې د عدلیې رئیس د هغو د لرې کولو په برخه کې کې ډاډ ورکړ.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS