د سمنګان ولایت عدلیې ریاست په یاد ولایت کې د معاملاتو لارښوونو له مسؤولینو سره یوه ناسته جوړه کړه

barekzai_admin
Sun, Sep 01 2024 10:42 AM
.

د سمنګان ولایت عدلیې ریاست په یاد ولایت کې د فعالو معاملاتو لارښوونو د ټولو دفترونو له مسؤولینو سره یوه ناسته جوړه کړه او د عدلیې ریاست مسؤولینو پکښې د دغو دفترونو مسؤولینو په واسطه د اصولو او قوانینو په رعایتولو ټینګار وکړ.

دا ناسته د صفرالمظفر د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د عدلیې ریاست په مقر کې جوړه شوه او د سمنګان عدلیې رئیس، مولوي نظر محمد فایق پکښې د معاملاتو لارښوونو د فعالیتونو په قانوني کولو او په معاملاتو کې د اسلامي شریعت د پلي کولو او د معاملاتو دواړو لورو ترمنځ په وساطت ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې د عدلیې ریاست مسؤولینو له‌خوا د معاملاتو لارښوونو اړوند تقنیني سندونه تشریح شول او هم د هغو معاملاتو لارښوونو له مسؤولینو څخه چې دفترونه یې مخکې د غیرقانوني فعالیت له کبله تړل شوي ول، ژمنه واخیستل شوه.

د هېواد په ټولو ولایتونو کې د عدلیې ریاستونو وخت په وخت د معاملاتو لارښوونو دفترونو له فعالیت څخه څارنه کوي او هم د دغو دفترونو مسؤولینو لپاره برنامې جوړوي ترڅو د سرغړونو او د غیرقانوني فعالیتونو مخنیوی وشي او  خلکو لپاره آسانتیاوې رامنځته شي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS