په عدلیې وزارت کې د دفاع وکالت د ستاژ برنامې له دويمې دورې څخه د ۱۰۶ تنو فراغت

barekzai_admin
Thu, Aug 29 2024 12:16 PM
.

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت، د دفاع وکالت د ستاژ دویمه دوره په شرايط برابرو د وکالت جواز اخیستونکو لپاره  په بریالتوب سره پای ته ورسوله او له دې دورې څخه ۱۰۶ تنه فارغ شوو. یاد وزارت د یادو ستاژرانو د فراغت مراسم د صفرالمظفر د مياشتې په ۲۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ ترسره کړل.

په دغو مراسمو کې چې د عدلیې وزارت په مقر کې ترسره شوو، د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ د چارو عمومي رئیس مفتي فضل هادي صاحب‌زاده، د یاد ریاست مرستیال مولوي رکن الدین، يو شمېر نورو مسؤولینو او د دفاع وکالت د ستاژ ستاژرانو پکښې ګډون درلود.

په دغو مراسمو کې د عدلیې وزارت د قانون جوړونۍ د چارو عمومي رئیس مفتي فضل هادي صاحب‌زاده ستاژرانو ته د فراغت د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل چې د اسلامي امارت له موخو یوه موخه همدا ده چې ټولنې ته داسې کسان وړاندې کړي چې د اسلامي اصولو او د شريعت په رنا کې خلکو ته خدمت وکړي.

همدارانګه هغه زياته کړه چې عادي وګړي نه شي کولای له خپلو حقوقو څخه په محکمو کې په هغه ډول چې لازمه ده دفاع وکړي او دا د مسلکي او ژمن مدافع وکیل دنده ده چې له هغوی څخه دفاع وکړي.

د یادونې وړ ده چې د دفاع وکالت د ستاژ په دویمه دوره کې دوه سمستره شامل وو چې ۹ میاشتې مخکې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې د چارو د عمومي ریاست او د مدافع وکیلانو د ریاست له‌خوا پیل شوه او ۱۷۴ تنو په کې ګډون کړی وو. له دې جملې څخه ۱۰۶ تنه ستاژران د بېلابېلو ازموینو په تېرولو د دې دورې پر بشپړولو باندې بریالي شوو.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS