په پروان ولایت کې ۶۸ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

barekzai_admin
Sat, Jul 20 2024 3:23 PM
.

د پروان ولایت د ځمکو د غصب د مخنيوي تخنيکي هيئت، د محرم الحرام د مياشتې په ۱۱ مه نېټه د چهار شنبې په ورځ د غصب شويو ځمکو د بررسۍ په موخه د یاد ولایت د غوربند سياه ګرد ولسوالۍ ته سفر وکړ.

تخنيکي هيئت د یاد سفر په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ له ولسوال سره له ناستې څخه وروسته تر دعوا لاندې ۸ جریبه ځمکه بررسي کړه او په پایله کې یاده ځمکه چې په دولتي املاکو کې ثبت وه او د ۵۹ مې کدستري ټوتې اړوند وه، امارتي تثبیت شوه او په یادو ځمکو کې د هر ډول نويو تصرفاتو مخنیوی وشو.

همدارنګه تخنيکي هيئت د محرم الحرام د مياشتې په ۱۲ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د دعوا لاندې ۶۰ جریبه ځمکې د بررسۍ په موخه دوهم ځل لپاره دې ولسوالۍ ته سفر وکړ چې د بررسۍ په پایله کې مشخصه شوه چې یاده ځمکه د ۳۹۳ کادستري ټوټې اړوند او په امارتي املاکو کې ثبت ده، د هیئت له لورې امارتي تثبیت او تشخیص شوه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS