په ننګرهار ولايت کې د معاملاتو لارښوونې دفترونو نظارت او بررسي کېدل

barekzai_admin
Thu, Jul 18 2024 9:45 AM
.

د ننګرهار ولایت د معاملاتو لارښوونې له دفترونو څخه نظارتي کمېټې، د محرم الحرام د مياشتې په ۹ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د ياد ولایت د مرکز جلال آباد ښار په درېيمه ناحيه کې د معاملاتو لارښوونې له یو شمېر دفترونو څخه نظارت ترسره کړ.
د نظارتي کمېټې د دغه نظارت او بررسۍ په پایله کې، د معاملاتو لارښوونې یو دفتر د غيرقانوني فعالیت له امله وتړل شو او د معاملاتو لارښوونو د نورو دفترونو متصدیانو ته د شته نيمګړتياو د اصلاح او د کاري چارو ښه پرمخ وړلو په اړه لازمې توصیې وشوې.
د معاملاتولارښوونې له دفترونو څخه نظارتي کمېټه د ننګرهار ولایت د عدلیې رياست په مشرۍ رامنځته شوې، چې په دوامداره توګه د معاملاتو لارښوونو له دفترونو څخه نظارت ترسره کوي تر څو د غير قانوني فعالیتونو مخنيوي وشي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS