د کابل ښار د زرګرانو اتحاديې رئیس د عدلیې وزارت تر نظارت لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې تعيين شو

barekzai_admin
Mon, Jul 15 2024 3:38 PM
.

د کابل ښار د زرګرانو اتحادیې د رئیس تعیینولو په منظور د محرم الحرام د میاشتې په ۸ نېټه د یکشنبې په ورځ د عدلیې وزارت تر څارنې لاندې یوه غوڼده جوړه شوه. د یادې غونډې په ترڅ کې حاجي بشیر احسان‌زاده د یادې اتحادیې د رئیس په توګه تعیین شو.
په دې غونډه کې د عدليې وزارت مالي او اداري معين مولوي عبدالغني فايق، د ياد وزارت د انسجام رئیس مولوي عبدالصمد عمري، د استخباراتو رياست استازي، د کابل شهزاده سرای رئیس، د زرګرانو اتحادیې غړو او نورو اړوندو مسؤولینو ګډون درلود.
د عدليې وزارت مالي او اداري معين مولوي عبدالغني فايق په یاده غونډه کې د خبرو پر مهال وويل چې له دې وړاندې په کابل کې د زرګرانو ګڼو او وېشل شویو اتحادیو شتون درلود چې ډېرې ستونزې یې رامنځته کړې وې او ډېر کم پرمختګ یې درلود. د نوموړي په وینا، چې دغو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه د عدلیې وزارت د انسجام عمومي رياست د ۶ مياشتو  په ترڅ کې له ډېرو هلو ځلو وروسته د زرګرانو اتحادیې د نوي رئیس تعیین لپاره زمینه، برابره کړه.
مولوي عبدالغني فایق د کابل د زرګرانو له اتحاديې څخه وغوښتل چې له اسلامي امارت سره همکاره پاتې شي، د افغانستان په ابادۍ کې ونډه واخلي او افغان ولس ته خدمت وکړي.
همدارنګه په یاده غونډه کې د عدليې وزارت د انسجام عمومي رئيس مولوي عبدالصمد عمري هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د زرګرانو اتحادیه یوه غیرامارتي، غیرسیاسي، غیر انتفاعي او خپلواکه اتحادیه ده. نوموړي ټینګار وکړ چې هیڅوک د یادې اتحادیې په چارو کې د مداخلې حق نه لري.
د عدلیې وزارت په هېواد کې د اتحادیو د ثبت او د هغو ستونزو ته د رسيدګۍ مسوؤليت په غاړه لري او په دوامداره توګه د هغو له فعالیتونو څخه نظارت ترسره کوي

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS