په تېره یوه میاشت کې په ۲۱ ولایتونو کې د څه باندې ۲۳۲ زره جریبه امارتي ځمکې تثبیت

barekzai_admin
Sun, Jul 14 2024 3:30 PM

د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او تخنیکي هیئتونو يې په ولایتونو کې د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ذوالحجې د میاشتې په اوږدو کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې کابو ۲۳۲ زره او ۱۸۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړې ده.

په همدې موده کې په کندز ولایت کې ۶۲ جریبه ځمکه هم  استرداد شوې او اړوندو ادارو ته یې سپارل شوې ده.

دغه راز د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي هیئتونو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د هېواد په کچه څه باندې ۳۰۴ زره او ۸۱۱ جریبه ځمکه بررسي کړې ده.

د امارتي ځمکو د بررسۍ، تثبیت او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونو جریبو امارتي ځمکو دوسیې، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون او په ولایتونو کې د یاد کمېسیون د تخنیکي هیئتونو تر بررسۍ لاندې دي.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS