په کندز ولایت کې د ۳۰ جریبه امارتي ځمکې استرداد

barekzai_admin
Mon, Jul 08 2024 2:26 PM
.

د کندز ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت ناسته د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د محرم الحرام مياشتې په ۱ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه هیئت د رئیس او غړو په ګډون سره جوړه شوه او په ترڅ کې یې یاد هیئت ۳۰ جریبه امارتي ځمکه استرداد کړه.

دغه استرداد شوې ځمکه د آقتاش ولسوالۍ په غرنۍ ساحه کې موقعيت لري چې څه موده وړاندې د هیئت له‌خوا امارتي تثبیت شوې وه.

همدارنګه په دې ناسته کې د مرکز اړوند په عسقلان ساحه کې ۱۰ جریبه او د ګلتپې ولسوالۍ په توبره کش ساحه کې بیا ۲۲ جریبه ځمکه د متصرفینو په اعتراف سره امارتي تثبیت شوه او پرېکړه وشوه چې دوسیې یې بشپړې او د وروستۍ پرېکړې په موخه مرکزي کمېسيون ته واستول شي.

همداراز په ياده ناسته کې د غصب شويو اړوند د ۱۵۶ جریبه ځمکو دوسیې هم تر بحث او بررسي لاندې ونيول شوې.

 

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS