د کاپیسا ولایت په یو مسلکي انستېتوت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو د برنامې جوړول

hayat_admin
Wed, Sep 20 2023 1:34 PM
.

د کاپیسا ولایت د عدليې ریاست د حقوقي مساعدتونو آمریت د ربیع الاول د میاشتې په ۴ نېټې د سه شنبې په ورځ د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په کثیرالرشتوي انستېتوت کې د حقوقي پوهاوي ورکولو برنامه جوړه کړه.

په دغې برنامې کې د یاد انستېتوت ۶۰ تنو زده کوونکو او ښوونکو برخه اخیستې وه او د شکمن او تورن د حقوقو، د عدلي او قضايي ارګانونو موقف، د اسلام په شریعت کې د اولادونو د روزنې، د ښوونکي د ځانګړتیاو، اخلاص، تقوا، علم، صبر او زغم او د مسؤلیت د احساس په اړه پوهاوی ترلاسه کړ.

د دغه انستېتوت ښوونکو او زده کوونکو د یادې برنامې له جوړونکو څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه او په راتلونکي کې هم د دغه راز برنامو د دوام غوښتنه وکړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS