لغمان ولایت کې څه دپاسه ۸۱۰۰ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

hayat_admin
Thu, Jun 22 2023 8:56 AM
.

د لغمان ولایت د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ذوالحجې د میاشتې په ۳ نېټه د چهارشنبې په ورځ د یاد ولایت قرغه يي ولسوالۍ ته ولاړ او دغې ولسوالۍ کې زرګونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړه.

دغه هیئت د قرغه يي ولسوالۍ عزیزخان کڅ او لوګرلام ساحو ته ولاړ او د ګدام سنګي په نوم د ارزاقو مدیریت ۷ جریبه او ۱۷ بسوې ځمکه چې ځینو خلکو پرې د مالکیت ادعا درلودله، د کادستر نقشې په پلي کیدلو سره امارتي تثبیت کړه.

په همدې توګه دغه هیئت لوګرلام ساحه کې تثبیت کړه چې د سیند تر غاړې ۸۰۰ جریبه ځمکه د اشخاصو او افرادو له خوا تصرف شوې ده. یاد شوي هیئت د ساحې امارتي توب او یا شخصي توب بررسۍ په تړاو لازمې لارښوونې وکړې.

تخنیکي هیئت د پنج پای سیمې اړوند درګي او میرعالي خیل ساحو ته ولاړ او د دغو ساحو په بررسۍ، ۸۱۵۲.۳۵ جریبه ځمکه امارتي تثبیت کړه. دغه هیئت د یادو ساحو له مشرانو سره ناسته جوړه کړه او پر هغوي ټینګار وکړ چې امارتي میدان کې هیڅوک د نویو تصرفاتو حق نه لري. یاد هیئت د پيربابا ساحې ته هم ولاړ او د هدیرې پر سر يې د ځايي اوسیدونکو شخړه بررسي کړه.

خبرها

Mon, Sep 05 2022 4:12 PM
Background image

The Ministry of Justice Presented the One Year Report on the Activities and Achievement of This Ministry

Sheikh Abdul Kareem Haidar, the Professional Deputy Minister of Ministry of Justice, presented the one year report on the activities and achievements of this ministry on Sunday, 5th of. . .

Sun, Aug 28 2022 2:56 PM
Background image

Minister of Justice meets with Acting in Charge of UNAMA

Sheikh al-hadeeth Mawlawi Sahib Abdul Hakeem Sharei, the acting minister of justice of Islamic Emirate met with Mr. Markus Potzel, deputy special representative of the secretary general. . .

BACK TO NEWS